AP ۱۴۰۳ لړم ۲۲ ۲۲:۵۱
Journalist ID: 5624
News ID: 85657813
T T
۰ Persons

Tags

له اشغال شویو سیمو د صهیونیسټانو د تېښتې زیاتوالی

کابل- ایرنا- صهیونیسټي رسنیو د ۲۰۲۲ کال په وروستیو کې د بنیامین نتانیاهو د اوسنۍ کابینې له جوړیدو وروسته له اشغال شویو سیمو څخه د مهاجرت په کچه کې ۴۲ سلنه زیاتوالی راپور ورکړی.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخې، صهیونیسټي رسنیو نن د لړم د میاشتې په ۲۲ نیټه سهار خبر ورکړ چې د تیر میلادی کال د وږی د میاشتې په پنځلسمه نیټه د صهیونیسټ رژیم د نسل وژنې د جنګ له پیلیدو مخکې د هغو صهیونیسټانو شمیر چې په ۱۹۴۸ کال کې یې د فلسطین له اشغال شویو سیمو څخه د وتلو پریکړه کړې وه، زیات شوی دی.

«شوریش» د ټولنیزو او اقتصادی څیړنو انسټیټیوټ د د صهیونیسټ رژیم د احصایې د مرکزی ادارې د احصائیې له مخې اعلان کړی دی چي د صهیونیسټانو شمیر چې د نتانیاهو د اوسنۍ کابینې له رامینځته کیدو وروسته په څو میاشتو کې د اشغال شوي فلسطین له پولو بهر خپل ژوند ته ترجیح ورکوي ٤٢ سلنه ډیر شوی.

همدا راز، د هغو صهیونیسټانو شمیر چې له هیواده دباندې له اوسیدو وروسته یې اشغال شوی فلسطین ته د ستنیدو پریکړه وکړه د تیرې لسیزې په پرتله اوه فیصده کم شوی دی او د ٢٠٢٣ په ورته موده کې له ١٢ زره او ٢١٤ کسانو څخه ١١ زره او ٣٠٠ خلکو ته رسیدلی دی.

 د دغه راپور لیکوالانو خبرداری ورکړی چې که شته سیاسي او امنیتي کړکېچونه دوام وکړي، د کډوالۍ دغه مخ پر ودې بهیر اوږدمهاله ټولنیز او اقتصادي پایلې لرلی شي.

 د صهيونېسټ رژيم د احصائيې د مرکزي ادارې رسمي احصائيې د تېر سپټمبر په مياشت کې څرګنده کړه چې بهر ته د صهيونېسټانو د ستنېدونکي مهاجرت پديده د پام وړ زياته شوې ده او د ۲۰۲۴ کال په لومړيو اوو مياشتو کې څلويښت زره تنه له اشغال شويو فلسطيني ځمکو څخه وتلي دي.

 د یادولو وړ ده چې په ۲۰۲۳ کال کې څه د پاسه ٥٥ زره او ٣٠٠ صهیونیسټان په ۱۹۴۸ کال کې د اشغال شوې فلسطیني خاورې څخه وتلي دي چې له دې جملې څخه یواځې ۲۷ زرو تنو په تیرو ۱۲ میاشتو کې اشغال شوي فلسطین ته د بیرته ستنیدو پریکړه کړې ده.

 د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .